Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امنیتي مسئولین: وسله والو طالبانو پکتیا کې یو قومي مشر وژلی

0
په پکتیا کې وسله والو طالبانو یو تن قومي مشر هغه مهال وواژه، چې د خپلې کورنۍ د دوو تنو غړو جنازې یې لېږدولې.


د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو قومي مشر تراب خان هغه مهال چې د خپلې کورنۍ د دوو غړو د جنازې د مراسمو د لېږد لپاره له مرکز ګردېزه خپلې سیمې ته روان و، تېره ورځ مازدیګر ناوخته مهال د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د حسن خېلو چینې سیمه کې وسله والو طالبانو جنازې درولي او نوموړی یې د خلکو په مخ کې په ډزو وژلی.


د امنیت امر وایي، نوموړي هېڅ دولتي دنده نه درلوده او نه یې هم د کورنۍ کوم غړی په دولت کې په دنده بوخت و.


د دې قومي مشر د کورنۍ ۲ غړي تېره ورځ ماښپښين مهال د کابل ګردېز په عمومي لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.


تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса