د ایران د پولې لخوا په ډزو کې ۳ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د دفاع وزارت په اعلامیه کې چې د جون په ۲۴مه خپره شوه، نه دي راغلي چې پر سرتېرو یې چا ډزې کړي.
اعلامیه وايي چې ترکي ځواکونو د پولې په غرونو کې کشفي ماموریت پر مخ وړ چې ورباندې حمله وشوه.
ترکي ځواکونه له لسیزو راهیسې له سوريې او عراق سره پر پوله د کردستان کارګر ګوند له سخت دريځو سره په جګړه بوخت دي.
د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جون میاشتې په نهمه نېټه ویلي وو چې ترکیه له ایران سره پر پوله دېوال جوړوي او د بشپړېدو په حال کې دی.
سویلو وویل چې د دېوال جوړولو کار د امنیت ټینګولو په هدف دی چې د کردستان کارګر ګوند سخت دريځو او له ایرانه د قاچاق وړونکو مخه ونیول شي.
