نن د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته بېرته الوتنې پیل شوې
د ترکیې نړیوال هوايي شرکت نن ۳۵۰ مسافر کابل ته انتقال کړل.
خو د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن د دغو پروازونو د بېرته پیلېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "نن ترکش هوايي شرکت له ترکیې څخه کابل ته د سهار پر اوو بجو نړیوال پرواز درلود، په دې پرواز کې ۳۵۰ مسافر له استانبوله کابل ته انتقال شول، سبا هم امارات هوايي شرکت یو پرواز لري. پر دې اساس به نړیوال پروازونه پیل شي."
د ښاغلي صالحي په وینا، د ایران ماهان هوايي شرکت هم د چمتووالي اعلان کړی چې د ایران او افغانستان تر منځ به پروازونه پیل کړي.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې زیاته کړې چې هندوستان او پاکستان هم ویلي چې وضعیت ته په پام سره په جولای میاشت کې افغانستان ته خپل پروازونه پیلوي.
