Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

اشرف غني: د طالبانو پراخې حملې کمې شوي، خو د مرګ‌ژوبلو شمېر لوړ دی

0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له لوري پراخې حملې کمې شوي، خو لا هم د دې ډلې په بریدونو کې د مرګ‌ژوبلو شمېر لوړ دی.


ولسمشر غني له ټېډ امریکايي بنسټ سره په انلاین مرکه کې وویل، په افغانستان کې لویې حملې کمې شوي، خو د وړو حملو د مرګ‌ژوبلو شمېر خورا زیات دی.


د ده په وینا هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل کېږي او کابو ۷۰ نور ټپیان کېږي.


د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې تېره اوونۍ طالبانو ۸۴۱ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.


د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دا په تېرو ۱۹ کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ اوونۍ وبلله.


ولسمشر غني په عین حال کې وویل چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ګڼي او هغوی هم باید ومني چې یوې سیاسي حل‌لارې ته اړتیا ده.


ده دغه‌راز وویل چې له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري او هیله لري چې ژر به د سولې خبرې پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса