Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکا افغانستان د انساني قاچاق تر ټولو بدو هېوادونو لېست کې شامل کړ

0
د امریکا متحده ایالاتو افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د انساني قاچاق له امله تر ټولو بد ګڼل کېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د انسان د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، کابل له ماشومانو څخه د جنسي غلامۍ او د پوځ لیکو ته د ماشومانو د جذب د مخنیوي په برخو کې پاتې راغلی دی.


په دې کلني راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شمېرل شوی چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره‌یې د پام وړ هڅې نه‌دي کړي.


په راپور کې ویل شوي چې په دولتي تأسیساتو کې د جنسي غلامۍ لپاره ماشومان استخدامېږي او پوځ ته جذبېږي.


د راپور له مخې پولیس په ځانګړي ډول د لیرې سیمو د پولیسو قوماندانان هلکان د بچه‌بازۍ لپاره استخداموي.


د افغانستان د ولایتونو او په مرکز کې د کورنیو چارو د وزارت چارواکو د پولیسو په لیکو کې د بچه‌بازي موجودیت رد کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د افغانستان حکومت کله هم د پولیسو یو افسر د بچه‌بازۍ په تور محاکمه کړی نه‌دی.


د انساني قاچاق د درېیمې کچې یعنې تر ټولو بدې سطحې په هېوادونو کې د افغانستان ترڅنګ ۱۸ نور هېوادونه شامل شوي چې په دوی کې د بلاروس، ایران، روسیې او ترکمنستان نومونه هم شته.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса