کابل کې د نننۍ چاودنې قربانیان د بشر حقونو کمېسیون کارکوونکي دي
دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارکوونکي یې سهار د احمدشا بابا مینې اړوند بت خاک څلور لاره کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
کمېسیون دغه برید وحشیانه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې د انګېزې په اړه یې پلټنې کوي.
د کابل پولیس وایي، وژل شوي کسان یو نرینه او یوه ښځه ده چې کورولا ډوله موټر پسې یې ماین سریښ شوی و.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.
