Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د کابل ۱۲ مه ناحیه کې اور لګېدو درانه مالي زیانونه اړولي

0
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د کابل د احمد شاه بابا مينې په سيمه کې د شینوارو په نوم یوه مارکېټ کې تېره شپه د اور لګېدو له امله دوکاندارانو ته نږدې سل لکه افغانۍ زیان رسېدلی دی.


د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو دوکانونو کې تر ډېره کالي او سیمساري خرڅېدل.


نوموړي وویل په اور لګېدنه کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.


د متشبثینو عالي بورد وایي، د زیانونو په اړه حکومتي پلاوی تللی او موضوع څېړي.


خو تراوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی.


تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو مارکېټونو کې د اور لګېدنې پېښې شوي چې دوکاندارانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса