Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

میدان وردګ کې د کچالو او پیازو ۱۴۰ سړې خونې پرانیستل شوې

0
د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کچالو او پیازو د ۱۴۰ سړو خونو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.


د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سړو خونو پروژه د اسیا پراختیایې بانک د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي.


نوموړي وویل چې په دې کې ۱۰۹ د کچالو او ۳۱ د پیازو سړې خونې دي.


د میدان وردګو ولایت د کرنې وزارت وایي، دا به د کروندګرو د کروندو په ساتلو او بازار ته د وړاندې کېدو لپاره ګټور رول ولري.


د دوي په وینا کروندګر کولای شي د دې پروژې په پلې کېدو سره خپل ۱۶۳۵ مټریک ټنه کچالو او ۶ سوه مټریک ټنه پیاز په دې سړو خونو کې زېرمه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса