پاکستان د هوايي شرکتونو ۲۸۲ پیلوټان د الوتکو چلولو منع کړي
پاکستاني چارواکو دا پرېکړه په دغه هېواد کې د پي آی اې هوايي شرکت د یوې الوتکې له لوېدو وروسته په دې خاطر وکړه چې ممکن د پېلوټانو اسناد جعلي وي.
د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان پرون (جمعه) وویل، له پیلوټانو تحقیقات روان دي او د هوايي ملکي چلند ادارې له ۵ جګپوړو مامورینو، چې په درغلیو کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي.
په هغو پیلوټانو کې، چې شک کېږي اسناد به یې جعلي وي، ۱۴۱ تنه یې د پاکستان په دولتي هوايي شرکت یا پي آی اې پورې اړه لري.
دا هوايي شرکت ټولټال ۴۵۰ پیلوټان لري.
د پنجشنبې په ورځ پي آی اې وویل، ۱۵۰ پېلوټان یې په دې خاطر چې د پیلوټۍ اسناد یې جعلي وو، له کاره منع کړي او قراردادونه یې ورسره فسخه کړي دي.
