چارواکي: کندهار کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د کندهار امنیه قوماندانۍ نن وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي په سیاسنګ دره کې غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري پرې هوايي بریدونه وشول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
