Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

خلیلزاد: د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی

0
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو وژنه، غیر بشري عمل وباله.


زلمي خلیلزاد نن سهار وختي په خپل ټویټر کې پر فاطمې خلیل او جاوید فولاد حمله تروریستي بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.


د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دغه دوه کارکوونکي پرون سهار د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د دوی پر موټر د یوه نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.


زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغانانو د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوي، چې پر دغو چېلنجونو غلبه حاصله او یوې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپل حرکت ته دوام ورکړي.


ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په ټویټر کې لیکلي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو په وژنه کې وسله وال طالبان لاس نه لري.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هم دا حمله غندلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса