Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې غونډه

0
د اروپايي ټولنې چارواکي، د مالي مرستو په اړه د یوه کنفرانس کوربانه وو، چې هدف یې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې ملاتړ و.


د دغو چارواکو له خوا د کرونا ویروس یا کویډـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د جوړولو، دغه راز د معایناتو او درملنې لپاره د ۶ میلیارد ډالرو په اندازه د مالي مرستې ژمنه شوې ده.


د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا ون دیر لین د پرونۍ نړيوالې سرمشریزې کوربنه وه، چې د نړۍ مشرانو او د موسیقۍ د برخې ځینو پېژندل شویو څېرو په کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه.


د اروپايي کمېسیون یوه ویاند ویلي، دوی له وړاندې د واکسین جوړولو لپاره تر پرون شنبې پورې شا و خوا ۱۰ ملیارد یورو بسپنه راټوله کړې ده.


په دغه انلاین کنفرانس کې د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، نورو سیاستولو او اکاډمیکو شخصیتونو ګډون کړی و.


د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونو ته نږدې شوی او څه کم ۵ لکه کسان مړه شوي دي.


له دې ناروغۍ شا و خوا ۵ ملیونه نور کسان روغ شوي هم دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса