Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د امریکا په کلیفورنیا کې ۲ کسان په ډزو وژل شوي

0
د امریکا متحدو ایالتونو په کلیفورنیا ایالت کې دوه کسان په ډزو وژل شوي او لږ تر لږه ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.


پېښه پرون شنبه د والمارټ مغازې د وېش په یوه مرکز کې شوې ده.


د کلیفورنیا په ریډ بلَف ښارګوټي کې د یوه روغتون ویاند په پېښه کې د دوو کسانو وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړل، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.


ځینو محلي چارواکو رسنیو ته ویلي حمله کوونکی په نیمه اتومات وسله سمبال سړی و.


مشکوک سړي له ودانۍ سره د خپل موټر تر جنګولو وروسته د والمارټ د وېش په مرکز کې پر خلکو د ۱۵ دقیقو لپاره ډزې پیل وکړې، په خپله هم وروسته پر سینه ولګېد.


د ریډ بلف د ښار مدیر ریک کرابټري سي ان ان ته وویل، وسله وال کس ویشتل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.


دا لا معلومه نه ده، چې دغه مشکوک کس د امنیتي ځواکونو په ډزو ویشتل شوی که څنګه؟


د حملې په وخت کې ۲۰۰ کارګران په ودانۍ کې موجود وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса