Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

سپینې ماڼۍ طالبانو ته د روسیې انعام ورکولو په اړه د ټرمپ خبرتیا رد کړه

0
سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړه چې ګنې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو چې د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته د انعام په توګه پیسې ورکړې دي.


د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رئیسې کېلیګ مک ایناني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې (جون ۲۶) راپور ته په اشاره وویل، نه ټرمپ او نه مایک پنس ته د روسیې د استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا په اړه چا معلومات ورکړي دي.


د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په دې راپور باندې په غبرګون کې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ چې ولې یې اقدام نه‌و کړی.


بایډن وویل، د دې خبر افشا بوږنوونکې ده، که دا رښتیا وي او ټرمپ هم له هغه څخه له میاشتو راهیسې خبر و، نو ولې یې څه نه‌دي کړي.


بایډن د امریکا د سږ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډیموکرات ګوند کاندید دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса