'د کندز امام صاحب کې د طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي'
د کندز د والي ویاند عصمتالله مرادي نن ازادي راډیو ته وویل، د وسلهوالو طالبانو په دې برید کې چې تېره شپهیې د امام صاحب په بخمل کوڅې کې وکړ، د سیمهییزې اردو ۴ سرتېري او یو پولیس وژل شوي او یو سرتېری ټپي دی.
خو یوې دولتي سرچینې، د نوم د نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې ۸ سرتېري وژل شوي دي.
د مرادي په وینا په دې نښته کې ۴ تنه طالبان هم وژل شوي دي.
