Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

دفاع وزارت: پر لوګر او غزني د طالبانو څو حملې په شا وتمبول شوې

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر او غزني کې یې د وسله‌والو طالبانو څو حملې په شا تمبولې دي.


دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په لوګر او غزني کې د حملو په نتیجه کې یې ۱۲ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


بل‌خوا په غور ولایت کې په یوه وسله‌واله نښته کې ۴ سرتېري او ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.


د غور د والي سرپرست ویاند محمد عارف عابر ازادي راډیو ته وویل، نښته هغه وخته پیل شوه چې لومړی وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه په شمال کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه.


د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شوي هم دي.


وسله‌والو طالبانو په دې حمله کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса