Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

اروپايي ټولنه: افغانستان کې دې سمدستي اوربند وشي

0
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او هر اړخیز اوربند یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره مهم ګام بللی دی.


په افغانستان کې د دې ټولنې د استازي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د اختر تر اوربند وروسته زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي چې د مې له ۲۹مې راهیسې وضعیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه‌ده.


د اروپايي ټولنې په دې بیان کې زیاته شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام راتلونکې بین‌الافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کوي.


بل‌خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ټینګار کړی چې طالبان باید له تاویخوالي لاس واخلي او د افغانستان له حکومت سره دې مستقیمې خبرې پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса