Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ایران کې یو ژورنالېست په اعدام محکوم شو

0
هغه ایرانی ژورنالېست په اعدام محکوم شوی چې انلاین کار یې په ۲۰۱۷م کال کې په ایران کې د پراخو اعتراضونو له راپورته کېدو سره مرسته وکړه.


د ایران د قضا ویاند غلام حسین اسماعیلي د جون په ۳۰مه د روح‌الله زم په اړه د محکمې حکم اعلان کړ.


د امد نیوز په نوم د زم وېب‌پاڼې او د پیغام استولو په مشهورو اپ ټلګرام کې د نوموړي کانال خلکو د اعتراضونو د وخت په اړه معلومات ورکول او د ایراني چارواکو په اړه‌یې رسوا کوونکي معلومات خپرول.


د ۲۰۱۷م کال اعتراضونو د ایراني چارواکو په وړاندې د ۲۰۰۹م کال تر انتخاباتو وروسته ناکراریو راهیسې تر ټولو لویه ننګونه وه او په نومبر کې یې د ورته اعتراضونو لپاره هم لاره برابره کړه.


زم مخکې له دې چې تېر ویستل شي او ایران ته ستون شي، په پاریس کې په تبعید کې کار او ژوند کاوه، خو ایران ته تر ستنېدو وروسته د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر کې ونیول شو او اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.


فرانسوي چارواکو د محکمې وروستۍ پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса