Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

کوټه: د پیپلز ګوند یو مخکښ ایت الله درانی له کورونا وایرسه ومړ

0
پاکستان پیپلز پارټي یو مرکزي مشر او پخوانی وفاقي وزیر ایت الله درانی په ۶۰ شپته کلنی بېګا ماښام د کوټې په یوه روغتون کې ومړ. نوموړی له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا وایرس له ناروغۍ بستر وو.

آیت الله درانی له کوټې ښار ۶۰ کلومیټره لیرې سوهېل لور ته د مستونګ ولسوالۍ د پړانګ اباد اوسېدونکی وو. هغه د نامتوعالم دین مولانا محمد ع مر زوی وواو د پیپلز ګوند فعاله غړی وو.






نوموړی په۲۰۰۸ز کال کې د مستونګ ـ قلات څخه د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د پیپلز ګوند پر ټکټ کامیابه شوی وو او د وزیراعظم سید یوسف رضاء ګیلاني په حکومت کې د صنعت او پیداوار وزیر مملکت وو.


د هغه پر مړینه سیاسي مشرانو خواشیني څرګنده کړې ده.


د پیپلزګوند مرکزي مشر بلاول بوټو په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې آیت الله درانی د بلوچستان لپاره یو موثر ږغ وو او تل د بې نظیر بوټو د نظریې یو وفاداره سپاهي پاته شوی وو او د هر پوځي امر یې په مړانه سره مقابله کړې وه.


د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هم د هغه مړینه و پیپلز ګوند او د بلوچستان صوبې لپاره لوی سیاسي زیان بللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса