Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

مذهب ته په سپکاوي تورن کس په عدالت کې ووژل شو

0
د خېبر پښتونخوا چارواکي وایي نن (د جولای په ۲۹مه) د پېښور په یو عدالت کې یو تن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د خپلې مقدمې د اورېدنې لپاره ورغلی وو. 

وژل شوی تن طاهر شمیم احمد نومیږي چې دوه کاله وړاندې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی وو. نوموړی نن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې پر ضد یې د مذهب سپکاوي د مقدمې اورېدنه روانه وه. 


د پېښور ښار د پولیسو یو چارواکی محمد علي ګنډاپور په عدالت کې رسنيوو ته وویل چې وژل شوی تن د پېښور د اچیني بالا اوسېدونکی وو چې په ۲۰۱۸م کال کې پرې د نوښار ضلعې په یو پولیس سټېشن کې د مذهب د سپکاوي کېس درج کړل شوی وو. ايسوسيټيډ پریس خبري اژانس د چارواکو له خولې ليکلی چې په قتل تورن کس خالد خان نوميږي او نيول شوی دی. 


د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انترنېشنل (د بخښنې نړيوال سازمان) پر دې وژنه خفګان ښودلی. دې ادارې د جولاي په ۲۹مه پر ټويټر ليکلي چې دا وژنه يو ځل بيا ثابتوي چې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي د مخنيوي قانون خلک قانون په خپل لاس کې اخیستو ته هڅوي.




په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي مخنيوي قانون يا Blasphemy Law ته په ۱۹۸۰مه لسيزه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضياوالحق په دور کې بېلا بېلې دفعې ورزیاتې کړل شوې. د دې قانون ترمخه د مذهی سپکاوي کوونکو ته له دريو کلونو څخه تر عمر قيد سزا اورول کېدای شي.


خو په پاکستان کې يو شمېر قانون پوهان او د بشري حقونو فعالان وایي په دغه هېواد کې دا قانون په ناسمه توګه کارول کېږي، او وخت په وخت پکې د بدلونونو غوړښتنې هم شوي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса