Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

افغانستان کې د پانګې اچونې د جلب په هدف دوبۍ کې نړیواله ناسته پیل شوه

0
د افغانستان د خصوصي او عامه مشارکت په عنوان په دوبۍ کې یوه نړیواله سوداګریزه ناسته پیل شوه.


د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د یادې ناستې په پرانیستونکې وینا کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال بهرني پانګه وال وهڅول څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.


نوموړي وویل، چې د ناستې هدف دا دی چې افغانستان ته نړیوالې پانګونې را جلب شي.


هغه زیاته کړه: "یاده ناسته کې په دې خبرې کېږي چې د سولې په راتلو سره د عامه او ګډې پانګونې لپاره کوم فرصتونه موجود دي."


دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د حرکت موسسې لخوا جوړه شوې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو استازي او ۲۵۰ سوداګرو په کې ګډون کړی.


نوموړي وویل، چې په یاده ناسته کې د سوداګرۍ پر فرصتونو بحث کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د نا امنیو له امله اکثره پانګه وال خپلې پانګې له هېواده بهر ایستلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса