د طالبانو ميليارد ډالري عايد به د سولې پر پروسې څه اغېز ولري؟
د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو یو پټ راپور! د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) دا پټ راپور ښيي چې طالبان د مالي او نظامي امکاناتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي. دا راپور چې ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترلاسه کړی پهکې خبرداری ورکړل شوی چې په مالي برخه کې د طالبانو خپلواکي به د دې سبب شي چې دا ډله د سولې له مذاکراتو او د بهرنیو له مرستې وروسته، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي. راپور زیاتوي، د طالبانو مالي خپلواکي کولای شي چې د القاعده په څېر له یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره د دې ډلې اړیکې خوندي کړي. Читать дальше...