بلاروس کې شااوخوا ۶۳۳ اعتراض کوونکي نیول شوي
په بلاروس کې چارواکي وایي، د تېرې ورځې مظاهرو په ترڅ کې یې شااوخوا ۶۳۳ اعتراض کوونکي نیولي دي. پرون په پلازمېنه مېنسک او د بلاروس په څو نورو ښارونو کې په لسګونو زره کسانو مظاهرې وکړې او له قدرتهیې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. په مېنسک کې د پولیسو لهخوا په نیول شویو کسانو کې د اپوزېسیون د همغږۍ شورا یوه مهمه غړې ماریا کالیسنیکاوا هم شامله ده. په بلاروس کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته پرون د ۳۰مې ورځې لپاره اعتراضونو دوام وکړ.