تر یوې وسلهوالې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه
د غور ولایت یو چارواکی وایي نن تر یوې وسلهوالې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه. د غور د دولتیار ولسوال، محمد موسی کلیم ازادي رادیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته نن سهار پیل شوه. ځینو مسافرو هم د ازادي راډیو له خبریال سره په خبرو کې له حکومته د دې لارې د خلاصولو غوښتنه کړې ده. طالبانو د دې نښتې او د لارې د تړل کېدو په اړه څه نهدي ویلي.