ملاله: په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو حقونه له پامه مه غورځوئ.
د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ښځو حقونه په نظر کې ونيسي. هغې د سېپټېمبر په ۲۱مه د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې د ښځو غږ واورېدل شي. "امن زموږ د سيمو لپاره ډېر ضروري دی. زموږ خلک د جنګونو له لاسه بې کوره شوي او خپل خپلوان یې بايللي دي. اوس چې د افغانستان د امن خبرې روانې دي نو هيله مو دا ده چې امن به راشي. خو په دې کې دا ډېره ضروري ده چې دوی د مدني ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو اوازونه خامخا واوري. Читать дальше...