Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

د روسیې د فلم یوه ډایرکټر د نړیوال فیسټیوال اعزازي جایزه وګټله

0
د روسي ډایرکټر اندرې کونچالوفسکي هغه فلم چې د دیکتاتور نیکیتا خروشچف د واکمنۍ پرمهال د ۱۹۶۲ کال د قتل عام کیسه بیانوي د وینیس د فلم د نړیوال فیسټیوال د جیوري ډلې اعزازي جایزه وګټله.


۸۳ کلن کونچالوفسکي ویلي چې د (ګران ملګری) په نوم د ده تور او سپین فلم له جګړې د وروسته شوروي اتحاد د دورې د کرکټرونو- چې ډېری په عین حال هم ښه او هم بد دي، د پاکو نیتونو د راسپړلو افسانه ده.


په دې فلم کې د کونچالوفسکي مېرمنې یولیا ویسوڅکایا مرکزي رول لوبولی و.


نوموړې په هغه سیمه کې زېږېدلې وه چې ۲۶ تنه معترض کارګران د خروشچف د واکمنۍ پرمهال په کې ووژل شول او دا څه باندې نیمه پېړۍ مخکې د دې فلم د کیسې اصلي موضوع ده.


ویسوڅکایا په دې فلم کې کمونیزم ته د یوې ژمنې مور رول لوبولی چې په جګړه کې یې برخه اخیستې خو کمونیست ګوند او خپلې لور ته د وفادارۍ په دوه لارې کې پاتې ده.


د وینیس د فلمونو فستیوال له اسکار وروسته د نړۍ په کچه له بااعتبارو او مهمو فیسټیوالو څخه دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса