Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

د ناټو استازی: افغانان داسې سولې ته هیله‌من دي چې بشري حقونه خوندي کړي

0
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانان داسې سولې ته هیله‌من دي چې بشري حقونه‌یې خوندي کړي.


سټیفانو پونتېکورو ویلي، ناټو سازمان سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.


هغه زیاته کړه: "دا په رښتیا یو تاریخي فرصت دی چې د افغانستان د لسیزو جګړو ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي، نن ډېر افغانان دا نېکمرغي نه‌لري چې وطن په سوله کې وویني، خو دوی هیله لري، د دوی هیله با ثباته او دومداره سولې ته ده چې جګړه ختمه کړي او د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي."


نن د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده. د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په نړیوال اوربند ټینګار کړی او له ټولو یې غوښتي چې د جګړو د درولو لپاره دې سوله‌ییزې او ډیپلوماتیکې لارې چارې غوره کړي.


ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ کال کې د سولې نړیواله ورځ ونوموله او د دې کار هدف په نړۍ کې د جګړو پای ته رسول او سوله‌ییز ژوند ته د خلکو هڅول یاد شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса