Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

په قطر کې د افغان سفیر "عبدالحکیم دلیلي" مړى کابل ته راولېږدول شو

0
په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جسد نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو.


بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و.


عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو.


افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښه والي او د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود.


قطر کې د ده د سیاسي ماموریت پر مهال د طالبانو او امریکا هوکړه لاسلیک شوه او هملته بین الافغاني خبرې هم پیل شوې.


اته څلویښت کلن د لیلي د غزني اوسېدونکی و، خو جنازه یې نن کابل کې خاورو ته سپارل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса