په کندز کې لمونځ کوونکو د ملاامام په لارښوونه پر يوه راډیو برید کړى
په کندز کې لسګونو لمونځ کوونکو نن د یوه ملاامام په لارښونه د زهرې په نوم پر یوې خصوصې راډيو برید وکړ. د زهرې راډيو مسوول مدیر محسن احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې د فیروز کوهي دینې مدرسې د ملاامام په لمسون په داسې حال کې پر راډيو یرغل وکړ چې د لمانځه پرمهال راډیو خاموشه وه. هغه وویل: "د جومات ملاامام له ټولو لمونځ کوونکو سره دننه راغلل. پر راډیو یې یرغل وکړ او ټول وسایل یې له منځه یوړل. دوی لیدل چې راډیو خاموشه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ. هېچا ونه ویل چې راډیو خاموشه ده نو حمله ولې پرې... Читать дальше...