د مور په دعاوو رخصت شوې،کریمه بلوڅ په تابوت کې وروړل شوه
کريمه بلوڅ چې کله خپلې مور له کراچۍ ايرپورټه کينېډا ته رخصتوله نو ورته يې د بلوڅي هغه دعا وکړه چې په هېوادونو هېوادونو وګرځې او بيا روغه رمټه وطن ته راستنه شې. خو ۵ کاله وروسته کريمه په تابوت کې په داسې حال کې همغه کراچۍ ايرپورټ ته رواړل شوه چې د کورنۍ په ادعا هلته چارواکيو ان د هغې مړی تر څو ساعتونو پورې دوی ته ورنه کړ. خلکو ښايي د کریمې بلوڅ نوم په ۲۰۰۸م کال کې هغه مهال اورېدلی وي کله چې هغه د بلوڅ ځوانانو سازمان بلوچ سټوډنټس ارګنايزېشن(ازاد) مرستياله مشره وټاکل شوه او په کليو او ښارګوټو کې... Читать дальше...