Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 05.01.2021

په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت روان دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د مړو له ښخولو انکار کړی او سلګونه کسانو د جنورۍ پر پينځمه هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړ. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کان کیندونکي ووژل شول. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جنورۍ څلورمې پر ماخوستن د کوټې پر غربي بای پاس سړک پرلتوالو ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د پاکستان حکومت یې د خوندیتوب هڅې کوي او د امنیت غوښتنې یې مني. پرلتوال وايي، وزیراعظم عمران خان دې ورشي او ورته دې د هغوی د امنیت ضمانت ورکړي. Читать дальше...

سرابي: د سولې مرکچي پلاوی دوحه کې دی، خبرې ژر پیلېږي 

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د افغان سولې خبرې نن د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شي.د افغان سولې د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د ژمنې، پریکړې او پلان له مخې نژدې ساعت مخکې دوحې ته ورسېدو او خبرې به ډېر ژر پیل شي."  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه) په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال پر اوربند او اورکم ټینګار وکړ.  عبدالله عبدالله تر دې لیدنې کتنې وروسته چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه،... Читать дальше...

یوناما قطر ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د تګ هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي "یوناما" قطر ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د تګ هرکلی کړی دی.   ټاکل شوې ده چې د سولې دوهم دور خبرې نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه)  وروسته له شلو  ورځنۍ وقفې په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.  افغان پلاوی نن له کابله قطر ته روان شو.  د یوناما په بیان کې چې نن یې خپور کړی د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په وینا راغلي دي چې دا له دواړو لوریو غواړي چې له فرصته په ګټې اخېستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي چې د لا زیاتو افغانانو وژل پای ته ورسېږي. Читать дальше...

د جولیان اسانژ په اړه مکسیکو د بریتانیا د یوې پریکړې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د مکسیکو ولسمشر د بریتانیا د یوې محکمې د دې پریکړې هرکلی کړی دی چې د امریکا د متحد ایالتونو له لوري یې د ویکيلیکس وېب پاڼې د بنسټ ایښودونکي جولیان اسانژ د ورسپارلو وړاندیز رد کړی دی.  اندریس منویل لویز په مکسیکو سیټي کې خبرې غونډې ته وویل: "دا د عدالت یوه بریا ده. زه یې هرکلی کوم چې بریتانیا دغه ډول پریکړه کوي، ځکه چې جولیان اسانژ یو خبریال دی. زه به له بهرنیو چارو وزیره وغواړم چې د انګلستان له دولت څخه د اسانژ د خوشې کېدو او د مکسیکو د دې وړاندیز لپاره هڅې وکړي چې هغه ته سیاسي پناه ورکړو. موږ... Читать дальше...

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي عربي اماراتو ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نن سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) له کابله متحد عربي اماراتو ته روان شول. دوی مخکې د ویزو ستونزه لرله. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک وایي: "له ښه مرغه تېره شپه افغان لوبغاړو د متحد عربي اماراتو ویزې ترلاسه کړې او هلته به روانه میاشت د پنځوس اورونو درې لوبې وکړي."  تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جنوري په اتلسمه په دوبۍ کې او د جنوري په ۲۱مه او ۲۳مه په ابوظبۍ کې له ایرلنډ سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.

غزني کې د ملي اردو یوه سرتیري خپل دوه ملګري وژلي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د ملي اردو یوه سرتیري خپل دوه ملګري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.   د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا ویاند علي محمد ښکاري نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه) رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دا کار د وسله والو طالبانو یوه نفوذي کس کړی دی. ښاغلي ښکاري زیاته کړه: "دوه کسه د توحیداباد په پوسته کې چې د لومړي کنډک مربوط ده، د نفوذي کسانو په برید کې شهیدان شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي."   پېښه تېره شپه د شپې درې بجې د غزني مرکز ته څېرمه په توحید اباد سیمه کې شوې ده.    وسله وال طالبان وايي،... Читать дальше...

جنوبي کوریا او امریکا: ایران دې د جنوبي کوریا ټانکر راخوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا او د امریکا متحد ایالتونو د ایران له لوري د هُرمز په تنګي کې د تیلو د هغه نیول شوي ټانکر د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده چې د جنوبي کوریا بیرغ پرې رپېده.  د اېم. ټي هانکوک چیمي په نوم د تیلو په دې ټانکر کې شل تنه عمله وو چې پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۵مه) د تیلو د ککړتیا د تور له کبله ودرول شو.   د ایران نیمه دولتي اژانس، فارس خبر ورکوي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سمندري ځواکونو دا بیړۍ نیولې ده.  د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ایران تورن کړی دی چې په فارس خلیج کې ازادانه... Читать дальше...

چارواکي: ارزګان کې د اوبو دوه پروژې جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې د اوبو دوه پروژې د څه باندې یو سل او شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد د دې پروژو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "لومړی پروژه د اوبو د یوه بند ده چې په چنارتو ولسوالۍ کې د اتیا میلیونه افغانۍ په لګښت یې تړون شوی، دوهم د سراب بند دی چې د مرکز ترنیکوټ مربوط ده او ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي." د والي په وینا په دې دوو پروژو کې به اووه سوه کسانو ته د اتلسو میاشتو په مخه د کار زمینه برابره شي.



دانش: طالبان جمهوري نظام ړنګول غواړي خو د سولې لپاره اساسي قانون نه قربانوو

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیل په درشل کې دا اندیښنې موجودې دي چې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې او جمهوري نظام به قرباني شي، خو افغان حکومت ټینګار کوي چې هېڅکله به دغه قرباني ونه مني. د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سې شنبې (د مرغومي ۱۶مه) په ورځ کابل کې د اساسي قانون د تصویب  د ۱۷ مې کلیزې په نمانځغونډه کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جمهوري نظام، اساسي قانون، مدني حقونه او د خلکو حاکمیت ومني او ټینګار یې وکړ چې دا لاسته راوړنې به هېڅکله د امارت او ډیکتاتوري نظام قرباني نه شي. Читать дальше...

د پکتیا مرکز ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

د ځنغوزیو د پروسس فابریکه چې نن سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) یې د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرانېسته وشوه، افغان ولسمشر هم دې مراسمو ته د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه.  ولسمشر غني وویل چې نوموړی د یوه صنعتي او صادراتي افغانستان غوښتونکی دی او دې برخه کې فرصتونو ته په کتو به سوداګرو او پانګه والو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.  نوموړي اړوند وزارتونو او ادارو او په ځانګړي ډول بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د افغانستان د صادراتو لپاره په بهر کې مارکېټ پیدا کړي.  نوموړي وویل... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون د برید قربانیانو ته د ایراني سندرغاړي همایون شجریان سندره

Pa.azadiradio.com 

د ایران پېژندل شوي سندغاړي همایون شجریان د سووشون په نوم سندره کې پرکابل پوهنتون خونړۍ ډله ییزه انتحاري حمله د فردوسي شهنامې د اسطوره یې قهرمان سیاووش له مرګ سره تشبیه کړې ده. په دې سندره کې پر کابل پوهنتون د حملې د قربانیانو سره همدردي بیان شوې ده. په سندره کې "جان پدر کجا استي" جمله تکرار شوې ده، دا د سید اسحاق په نوم د یوه افغان پیغام دی چې خپلې محصلې لور مرضیې ته یې د ګرځنده ټیلیفون په وسیله استولی وو. په دې حمله کې مرضیه ووژل شوه. پلار یې له څو ټیلیفونې زنګونو وروسته چې نه وو ځواب شوی دا پيغام خپلې لور ته لېږلی وو. Читать дальше...

ټرمپ: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د  ۲۰۲۰ زېږديز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن له بریا وروسته هم ډونالډ ټرمپ په خپل دریځ ولاړ او یو ځل بیا یې ویلي چې له افغانستانه به خپل سرتیري باسي. ټرمپ چې په پام کې ده تر راتلونکو ۱۵ ورځو به واک نوي ولسمشر جوبایډن ته سپاري پرون یکشنبه (د مرغومي ۱۵مه) د جورجیا ایالات کې د وینا پر مهال ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي او نور باید دا ځواکونه خپل هېواد ته راستانه شي. دی وايي: "موږ ۱۹ کاله افغانستان کې و، موږ خپل سرتیري له هغه هېواده بېرته راغواړو، هغه هېواد چې ستاسو له ډلې ځیني به ورسره نا اشنا یاست. Читать дальше...

د هدفي وژنو دوام؛ فعالان او خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ کړل

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ یو شمېر سیاسي، ټولینز او د رسنیو برخې ګڼ شمېر فعالان هېواد پرېښود ته اړ کړل. دغه فعالانو چې افغانستان د لوړو ګواښونو له امله پرېښی ازادي راډیو ته يې وويل، که حالات ښه شي بېرته به خپل وطن راګرځي. په ټولنیزو رسنیو کې فعاله عطیه مهربان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د ځینو ستونزو له امله یې افغانستان د لنډې مودې لپاره پریښی. نوموړې وايي:" ما خپله امنیتي بنسټونو ته مراجعه وکړه او د خپلو ستونزو په اړه مې ورته وویل، غږ مې چا وانه ورېده. ما هم پریکړه وکړه چې له... Читать дальше...

د  ټلوېزیوني خپرونو ویانده زلما خروټې: ګواښونو اړه کړم څو هېواد پرېږدم

Pa.azadiradio.com 

د  ټلوېزیوني خپرونو ویانده زلما خروټې وايي، نا امنیو او هدفي وژنو ګڼ فعالان اندېښمن کړي او په دې لټه کې دي له چې هېواده ووځي. زلما خروټې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ورپېښو ګواښونو دا هم اړ کړه هېواد پرېږدي.  له اغلې خروټې سره د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده.  په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې فعالانو، خبریالانو، نطاقانو او با نفوذه څېرو ته متوجه ګواښونه څومره جدي دي او د دغو ستونزو د هواري لپاره څه کیدای شي؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

قطر ته د سولې مرکچي پلاوی لاړ؛ "لومړیتوب به مو اوربند ته د طالب لوري هڅول وي"

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو، ښايي له ژمنې سره سم نن د جنورۍ په پنځمه پیل شي. د سولې په چارو کې د دولت وزیر وایي، د افغان پلاوي لومړیتوب به اوربند ته د طالب لوري هڅول وي. سید سعادت منصور نادري رسنیو ته په استولي یو ویډیو پیغان کې ویلي چې افغان پلاوي تېرو درېیو اونیو کې په کابل کې د ټولنې له بیلابېلو اقشارو سره نږدې اویا ناستې وکړې او د سولې برخه کې یې د دوی مشورې واورېدې: " د خلکو، جمهوري ریاست او د مصالحې د عالي شورا لومړنۍ غوښتنه سرتاسري اوربند دی کله چې موږ دوحې ته رسېږو... Читать дальше...

د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبډلې يو غړی د المپیک سیالیو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لامبووهنې ملي لوبډلې غړی فهیم انوري د المپیک٢٠٢١ میلادي کال سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د لامبووهنې ملي فدراسیون ریيس قاسم علي حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې ښاغلی انوري له شپږو کلونو راهیسې د توکیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي وویل، ښاغلي حمیدي تردې وړاندې په کورنیو سیالیو کې د ٣٠ لامبو وهونکو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ. ښاغلي حميدي وویل، چې دغه افغان لامبو وهونکی به روانه اونۍ د روسیې په کازان کې د روزنې په یوه کمپ کې د ګډون لپاره سفر وکړي. هغه به د ټوکیو المپیک... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته روانېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي. افغان ملي لوبډله به د ایرلنډ پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې د روانې جنورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي. یادې لوبې په اماراتو کې ترسره کېږي، خو د دغه هېواد له لوري د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله د افغانستان په ګډون پر یو شمېر نورو هېوادونو ویزې بندې شوې چې لوبغاړو ته د ویزو د اخيستلو چاره يې ټکنۍ کړې ده.

Новости России
Москва

Москву и Санкт-Петербург назвали лучшими городами для подработки


چې عمران خان نه وي راغلی مړي نه ښخوو: هزاره پرلتوال

Mashaalradio.com 

چې  ترڅو وزیراعظم عمران خان و کوټي ته نه وي راغلی او و دوی ته یې تسلي نه وي ورکړې چې  په راتلونکې  کې  به د هزاره ولس هېڅ وګړی په هدفي بریدونو کې نه وژل کېږي تر هغو پرلت نه ختموو نه مړي ښخوو.

د هلمند چارواکي: روان کال د مېوو سلګونه بڼوڼه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، روان کال په هلمند کې د مېوو ۱۴۰۰ نوي بڼوڼه جوړ شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رییس زلمی الکو نن ازادي راډیو ته وویل، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ دوی د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو، زردالو، الوچې، شفتالو، انار، انځر واو نارنجو بڼونه شامل دي. نوموړي وویل، د دغو جوړو شویو بڼونو ترڅنګ بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه ‎هم جوړ شوي او د بڼوالۍ اړوند کرنیز توکي او کېمیاوي سرې هم ورته وېشل شوې دي. د هلمند د کرنې... Читать дальше...

افغانستان کې د ټرانسپورتي سکټور د پیاوړتیا په هدف هڅې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د ټرانسپورتي سکتور د پیاوړتیا او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو په هدف ځانګړی پروګرام په پام کې لري. د دغه وزارت ویاند وحیدالله قوانچ نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به افغانستان له ټرانزیټي او اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې ولري. ټرانسپورت وزارت وايي، د دغه پلان له مخې به همغږي زیاته، د ټرانسپورتي شرکتونو خدمتونه معیاري او په جنیوا کنفرانس کې د ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان ژمنې تعقیب شي. د دوی په وینا د دولت... Читать дальше...

د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د سولې مرکچي پلاوي نن د سولې د دوهم پړاو خبرو د پېلېدو په هدف قطر ته روان شو. په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو، ښايي له ژمنې سره سم نن د جنورۍ په پنځمه پیل شي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی نن قطر ته روان شو. د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن سهار ازادي راډيو ته وویل، چې تېره شپه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې مرکچي پلاوي ته د مذاکراتو د دې پړاو لومړیتونه په هم ډاګه کړل. دې وايي،... Читать дальше...

سعودي له قطر سره هوايي قلمرو او بندرونه بيا پرانيستل

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان له قطر سره خپل هوايي قلمرو او نورو بندرونه بیا پرانیستي. ​د کویټ د بهرنيو چارو وزیر احمدناصر الصباح پرون د دې هېواد دولتي ټلویزیون ته وویل، سعودي او قطر موافقه کړې چې له تېرې شپې څخه، د یوبل پرمخ، خپل هوايي قلمرو او ځمکني او سمندري بندرونه پرانېزي. سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ۲۰۱۷ کال کې له قطر سره  په دې تور چې دا هېواد د تروریزم ملاتړ کوي ډیپلوماتیک او تجارتي اړیکي پرې کړل. قطر دا تورونه رد کړي دي. دې هېوادونو قطر ته ۱۳ غوښتنې وړاندې کړې، چې د الجزیرې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

WTA огорчила Елену Рыбакину после турнира в Мадриде






Орбакайте изменила условия работы в России — она рвется в Кремль

Набор в ХК "Спартак-Спорттех" г.Москва

Звезда «Кухни» Ольга Кузьмина крестила дочь, которой дала двойное имя

Пашинян и Алиев не приедут на «инаугурацию» Путина