د پښتانه مترقي لیکوال نوې کابینه او د لونګین اپریدي مرکه
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د پښتانه مترقي لیکوال د نوې کابینې د جوړېدو په اړه تفصیلي راپور او بیا د خیبر ضلعې د یو خوږ ژبي شاعر نیازجان لونګین اپریدي سره مرکه درته وړاندې کوو. د پښتو ادب په وده کې ادبي جرګو خپل رول لوبولی دی. په افغانستان او پاکستان کې دا مهال ګڼې ادبي جرګې فعالې دي چې وخت په وخت غونډې کوي او د ادیبانو د هنر په ځلولو کې فعاله ونډه اخلي. پښتانه مترقي لیکوال په نوم ادبي تنظیم شپږ کاله وړاندې تاسیس شو چې تر اوسه یې ګڼې غونډې کړي، کتابونه او مجلې یې چاپ کړي او نوي ادیبان او شاعران یې مخې ته راوستي دي. Читать дальше...