Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ننګرهار په دره نور کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

0
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام عملي چارې پیل شوې.


د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې چې د پنجشنبه په ورځ خپره شوه ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۳۸۰ کورنیو ته خوراکي  او غیر خوراکي مواد ووېشل شي.


 په  اعلامیې کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت یوه بوجې اوړه، لس لیتره غوړي، ۱۳ کیلو لوبیا او لس کلچې صابون مرسته کېږي.


د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي شاوخوا دوې اوني دمخه په کابل کې وویل، چې د ملي دسترخوان د پروګرام لومړنی پړاو به په راتلونکو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې پلی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса