Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د بدخشان چارواکي: ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د بدخشان یوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.


د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل چې دا طالبان پرون د بهارک – فیض اباد ترمنځ لارې کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول .


هغه زیاته کړه: "د بهارک – فیض آباد ترمنځ لارې کې د دان آب سپینګل په نوم سیمه چې د څو ورځو راهیسې طالبانو په کې جدي ګواښونه رامنځته کړي وو، عملیات پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې د دولت ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ تنه یې اسیران شوي دي او ټپیان یې هم ډېر دي."


 د بدخشان امنیه قومندانۍ وایي، چې په دې جګړې کې درې تنه امنیتي سرتېري سطحې ټپیان شوي دي.


طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса