Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د بريد مسئولیت داعش ډلې ومانه

0
د شمالي قفقاز په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د چړو د ګوزار مسئولیت د اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست.


النبا ورځپاڼه چې له داعش ډلې سره اړیکې لري، د سند له وړاندې کولو پرته پرون په دې اړه خبر ورکړ.


د ډسمبر پر ۲۸ نېټه دوو کسانو چې په چړو سمبال وو، د چیچن په مرکز ګروزني کې پر پولیسو د چړو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ.


د چیچن نیمه خپلواک جمهوریت مشر رمضان قادروف وویل، چې برید کوونکي د ګاونډي انګوشیتیا وو چې په چیچن کې یې په یوې نانوايي کې کار کاوه.


دا دوه کسان کومه جنایې یا د تندلارۍ سابقه نه لري.


د انګوشیتیا چارواکو له چیچن څخه د دې برید په اړه نور جزییات غوښتي دي. 













 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса