Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

طالبان:د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او خبریالانو په وژلو کې لاس نه لرو

0
دوه ورځې وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګت وویل چې طالبان دې له هدفي وژنو لاس واخلي، طالبانو اعلامیه خپره کړه.


په دې اعلامیې کې نن دوی ویلي دي چې په بېلابېلو سیمو کې له یوې مودې راهیسې د دیني عالمانو، خبریالانو او سیاسي څېرو په وژلو کې لاس نه لري.


د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی تل د خپلو کړنو مسوولیت په غاړه اخېستی دی. 


د افغانستان حکومت هم طالبان په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي. 


په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون لس خبریالان او مدني فعالان د مقناطیسي ماینونو په چاودنو او ډزو کې وژل شوي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса