Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ناګورنو قره باغ ته د ارمني چارواکي پرسفر د اذربایجان اعتراض

0
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت، ناګورنو قره باغ سیمې ته د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیر ارا ایوازیان پر سفر اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې دا یوه پاروونکې او د کړکېچ پیدا کېدو هڅه ده. 


ایوازیان پرون سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) ناګورنو قره باغ ته تللی و، هلته یې د بیلتون غوښتونکو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ بابایان سره ولیدل او د سلامشورو یو پروګرام یې ورسره لاسلیک کړ. 


د اذربایجان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې لیلا ابو لاییوا په یوه بیان کې ویلي دي چې له ناګورنو قره باغ څخه د ایوازیان غیرقانوني لیدنه کتنه د سولې له هغه تړون سره په ټکر کې ده چې د اذربایجان، ارمنستان او روسیې ترمنځ لاسلیک شوه او د باکو او ایروان ترمنځ یې څلور ۴۰ ورځنۍ جګړه په سیمه کې پای ته ورسوله. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса