Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

بایډن د اوباما د وخت ۲ چارواکي بهرنیو چارو وزارت ته معرفي کړي

0
د متحده ایالتونو د یو شمېر رسنیو د راپور له مخې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د واک د لېږد ډلې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د وخت دوه چارواکي چې د ایران او اوکراین د قضیو په اړه یې کارکاوه د بهرنیو چارو په وزارت کې د دوهم او درېیم مقام لپاره معرفي کړي دي. 


وینډي شرمن چې له ایران سره یې د امریکا په استازیتوب په دوه زره پنځلسم کال کې د اټمي تړون خبرې مخته وړې او له ۲۰۱۱مه تر دوه زره پنځلسمه د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله وه د راتلونکي بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د مرستیالې په توګه غوره شوې ده. 


د دې ګمارنې د تایید لپاره د سنا موافقه شرط ده.  


که شرمن د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله شي، ښایي بیا د ایران په خبرو کې کښېله شي. 


د بایډن د انتقالي ټیم ویاند نیډ پرایس په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده. 


همدا راز د یو شمېر راپورونو له مخې ویکتوریا نولانډ چې کله له دوه زره دیارلسمه تر دوه زره اوولسمه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا او اسیا -اروپا د چارو لپاره مرستیاله وه او د اوکراین پر سر یې له روسي چاراکو سره جنجال کړی و، د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیم مقام په حیث د مرستیالې په توګه ټاکلې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса