Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

تمه ده راتلونکې اوونۍ درې پروژې پرانیستل شي

0
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د اقینه- اندخوی ریلګاډی، د کرکي، اندخوی، پلخمري د برېښنا د لېږدېدو پروژه او د فایبر اپټیک لاین چې د ترکمنستان انټرنیټ له افغانستان سره نښلوي، پرانېستل شي. 


د دې درېیو پروژو د پرانېستې پر موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف د ټیلیفونې مکالمې پر مهال خبرې وشوې. 


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلي دي چې ښاغلي مردوف به په لنډې راتلونکې کې افغانستان ته راشي. 


د خبرپاڼې له مخې د مردوف د دې سفر پرمهال به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په سیاسي او امنیتي برخو کې همدا راز د ګاز او تیلو په برخو کې تفاهملیکونه لاسلیک شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса