Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي

0
د دیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي. 


د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ. 


د کانګرس د دواړو جرګو غړیو د ۲۳۲ پر وړاندې د ۳۰۶ کالج الېکترول رایو په ترلاسه کولو د جوبایډن بری تایید کړ. 


تردې مخکې پرون د واشنګټن پولیسو وویل، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پرمهال څلور کسان مړه شوي دي.   


د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نورهم د بېړني روغتیایې وضعیت له کبله مړه شوي دي.   


په دې پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدېګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلګونو پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړچې د دواړو جرګو استازو د نوومبر میاشتې د انتخاباتو د رایو د تایید لپاره غونډه درلوده.   


د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса