Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د هرات د غوریان امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

0
د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان نقیب الله سلطانزوی د دې ولسوالۍپه بازار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې وژل شوی. 


د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر طالبانو  چې له فراه ولایته غوریان ولسوالۍ ته راغلی وو، هڅه کوله د دې ولسوالۍ پر عدلي او قضايي مرکزونو برید وکړي:


ښاغلي قتالي زیاته کړه: "له بده مرغه د ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شو، خو د علاج لپاره د هغه په رسولو کې ځنډ راغی او شهید شو. درې طالبان هم وژل شوي، خو دوی ونه شو کړای چې زموږ عدلي او قضايي مرکزونو ته ننوځي." 


غوریان د ایران سرحد ته نژدې پرته ولسوالي ده. سلطانزوی څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې ایران په سرحدي سیمو کې د طالبانو ملاتړ کوي، څو د افغان ځواکونو پر ضد جګړه وکړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса