Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پاکستان د هند د ممبي برید کې تورن 'لکوي' په بند محکوم کړ

0
د پاکستان یوې محکمې د هند په مومبي ښار کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په وسله وال برید کې د تورنې افراطي ډلې یو مخکښ مشر په حبس محکوم کړی دی. 


د پنجاب ایالت د ترورېزم ضد ادارې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ اعلان وکړ چې د لاهور یوې محکمې ذاکر رحمان لکوي په پنځه کاله بند او د ترورېزم د مالي ملاتړ په جلا مورد کې په سل زره روپۍ نقدي جریمه محکوم کړی دی. 


لکوي چې د جماعت الدعوه د خیریه بنسټ مخکښ غړی دی تېره اوونۍ په دې تور ونیول شو چې په لاهور کې یې د جبهې د لومړۍ کرښې د وسله والو لپاره چنده ټولوله.


دا بنسټ د لشکر طیبه د افراطي ډلې چې امریکا او هند د مومبي په حملو پړه بللې، مهمه څانګه ګڼل کېږي.


لکوي د مومبي له حملې څو ورځې وروسته ونیول شو خو محکمې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خوشې کړ. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса