Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ایران ته له امریکا او بریتانیا د کرونا ضد واکسین پر واردولو بندیز!

0
د ایران مذهبي مشر له امریکا او بریتانیا څخه د کروناویروس ضد واکسین پر واردولو بندیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې دی پر دې هېوادونو باور نه لري. 


ایت الله علي خامنه يي نن جمعه(د مرغومي ۱۹مه) په یوه وینا کې وویل، ده چارواکو ته ویلي چې له امریکا او بریتانیا څخه د واکسین واردول حرام دي، خو اوس یې علني وايي. 


د کرونا پر ضد واکسینونه د امریکا فایزر او مودرنا کمپنیو او انګلیسي کمپنۍ استرا زینیکا جوړ کړي، خو روسیې، چین او ځینو نور هېوادونو هم خپل خپل واکسینونه تولید کړي دي. 


خامنه یي وویل چې دی د امریکا او انګلستان پر واکسینونو باور نه لري ځکه دا هېوادونه کله کله غواړي خپل واکسینونه په نورو هېوادونو کې وازمویي. 


د ایران مذهبي مشر زیاته کړه چې هېواد به یې د کرونا ضد واکسین له نورو ډاډمنو ځایونو څخه ترلاسه کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса