Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د بشر حقونو کمېسیون: هلمند کې پر طالبانو برید، د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

0
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکیانو وژنه د منلو وړنه ده.  


دغه کمېسیون نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۷مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې ۳ ماشومان دي وژل شوي  او ۵ نور چې ۴ یې مېرمني دي ټپیان شوي.  




د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.  




دغه کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دواړه اړخونه دې ژر تر ژره اوربند وکړي.  




له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې په دې برید کې یې طالبانو ته مرک ژوبله اړولې او د ملکي کسانو د وژنې په اړه به څېړنې وکړي.  


د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې طالبان د ملکي کسانو په کورنو کې ځانونه پټوي.  


د دوی په خبره، د افغانستان دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره هڅه کوي. 




‏خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین به ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه طالبان عاملین دي، د خلکو له کورنو د پټنځایونو په توګه کار اخلي، ډېرو ځایونو کې چې طالبانو د خلکو په کورنو کې پټ شوي موږ هلته عملیات نه دي کړي، خو په دې کې شک نشته چې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي." 


خو له بلې خوا بیا طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر افغان پوځیانو اچوي. 


د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دوی د ملکيانو سره د جګړې پرمهال ډېر پام کوي او د ملکي تلفاتو اصلي عاملین افغان پوځیان دي. 


دغه ادعاوې داسې مهال دي چې له دې وړاندې په ځلونو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې د جګړې پر مهال دې د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса