Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

په نیمروز کې د وژل شويو ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړل شوي

0
د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړي او وایي چې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي.


د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل وژل شوي ټول ملکیان دي.


هغه زياتوي: "اوه ماشومان دي او اوه هم زنانه دي. تقریباً څوارلس جنازې دي. د دادخواهي لپاره یې راوړې دي. که هوايي حملې دي، په دښمن دي یا طالب هر ډول چې دي باید په دقت وشي او غیر نظامیان باید مړه نه شي."


اخوا د میوند قول اردو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان پوځیانو په خاشرود کې د طالبانو د اخاذۍ مرکز هدف ګرځولی خو د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه هم څېړنې کوي.


د نیمروز ولایت مطبوعاتي دفتر بیا وايي، د منظري په سیمه کې په عملیاتو سره د طالبانو سرې قطعې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.


د دې دفتر د اعلامیې له مخې یو پلاوی سیمې ته لېږل شوی څو د ملکیانو د مرګژوبلې ادعا وڅېړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса