Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د بلاروس د اپوزېسیون مشرې د الکساندر لوکاشینکا تازه وړاندیز رد کړ

0
په بلاروس کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د سیاسي اختلافاتو په دوام، د اپوزېسیون مشرې د الکساندر لوکاشینکا تازه وړاندیز رد کړ.


لوکاشینکا ژمنه کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د نوي اساسي قانون مسوده ترتیب او ټول‌پوښتنې ته به‌یې وړاندې کړي.


خو د اپوزېسیون مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا پرون په ټلګرام کې ولیکل، په بلاروس کې یوازې یو نوی اساسي قانون تصویبېدای شي چې هغه د خلکو اساسي قانون دی.


د هغې په خبره دا خلک دي چې د دې قانون مسوده به لیکي او ورباندې بحث به کوي.


د اپوزېسیون مشرې لوکاشینکا ته په اشاره ویلي، هغه سړی چې د بلاروس له وګړو بېرېږي، د هېواد له عمده قوانینو سره کوم سر و کار نه‌لري.


مېرمن تیخانوفسکایا ویلي، لوکاشینکا خپلې تېرایستونکې پروژې ته دوام ورکړی او هڅه کوي زیات وخت ګوتو ته ورشي، خو د هغې په ټکو نور د بلاروس وګړي ورباندې باور نه‌کوي.


بلاروس کې مظاهرې


وروسته له هغې چې الکساندر لوکاشینکا د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه، په بلاروس کې له هغې راهیسې مظاهرې روانې دي. دا د هغه شپږمه دوره ده.


دغه مظاهرې د بلاروس د امنیتي ځواکونو له‌خوا شدیداً ځپل شوي او پر مهال‌یې تر ۳۰ زرو ډېر کسان د پولیسو له‌خوا توقیف شوي، ورسره پر رسنیو او عامه غونډو محدودیتونه لګول شوي دي.


د اپوزېسیون د مشرې په وینا، اپوزېسیون مخکې هم ویلي چې الکساندر لوکاشینکا د ولسمشر په توګه په رسمیت نه‌پېژني او د خپلې کاري دورې د دوام لپاره د هغه قانوني هڅې نه‌مني.


مېرمن تیخانوفسکایا ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه دې تازه ټاکنې او د اساسي قانون لپاره ټول‌پوښتنه له لوکاشینکا پرته ترسره شي.


د هغې په وینا دفتر به‌یې ډېر ژر د نوي اساسي قانون مسوده د بحث لپاره وړاندې کړي.


د بلاروس د اپوزېسیون مشرې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې الکساندر لوکاشینکا د نوي اساسي قانون د مسودې د ترتیب لپاره خپله ژمنه تازه کړه.


الکساندر لوکاشینکا


د هغه دا نظریه مخکې هم د اپوزېسیون له‌خوا رد شوې او د وخت ترلاسه کولو هڅه ګڼل شوې وه.


زورواکي الکساندر لوکاشینکا د ارتدوکس عیسویانو د نوي کال په مناسبت چې راروانه پنجشنبه پیلېږي، د روسیې له دولتي ټلوېزیونه په مرکه کې یو وار بیا په بلاروس کې د بدلونونو خبره وکړه، خو ویې نه‌ویل څه ډول بدلونونه غواړي.


لوکاشینکا وویل د روان میلادي کال تر پایه به د نوي اساسي قانون مسوده ترتیب شي او بیا به د یوې ټول‌پوښتنې په نتیجه کې پرېکړه کېږي چې ایا بلاروس دې نوی اساسي قانون ولري که نه؟



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса