Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پکتیا کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور ټپيان دي

0
په پکتیا کې یوې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي. 


د امنیه قوماندانۍ سرپرست لطف‌الله کامران ازادي راډيو ته وویل چې دا ماین د وسله‌والو طالبانو له لوري د ځاځي میدان ولسوالۍ په غونځي سیمه کې ځای پر ځای شوی و.


ښاغلی کامران زیاتوي: ​"نن غرمه مهال تقریباً لس بجې شاوخوا وې چې د هېواد دښمنانو له‌خوا ماین ځای پر ځای شوی و چې متأسفانه پنځه ماشومان زخمیان و. یو نفر یې شدید و هغه شهید شو. دوه نور هم چې وضعه‌یې ښه نه‌وه هغه مرکز ته انتقال شول او دوه دلته په پکتیا کې تر تداوي لاندې دي."


وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.  


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما د ۲۰۲۰ کال د مرګ‌ژوبلو په راپور کې ویلي چې په هرو ۱۰ ملکیانو کې څلور ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса