Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ارګ پر اطلاع‌رسونې د محدودیتونو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړ

0
ارګ ماڼۍ د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې په‌کې افغان چارواکي د اطلاع‌رسونې په برخه کې د محدودیتونو په لګولو تورن شوي دي. 


نیویارک ټایمز پرون په یوه راپور کې ویلي چې افغان چارواکو د غلطې اطلاع‌رسونې په جنګ کې ویاندویان څنګ ته کړي دي.  


په راپور کې څو بېلګې یادې شوي چې یوه‌یې د تخار د والي د پخواني ویاند احمد جواد هجري ګوښه کول دي او بله‌یې تازه د نیمروز د هوايي بریدونو په اړه ناسمه اطلاع‌رسونه یاده کړې.  


د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي چې له تېر اکټوبره په ولایتي ویاندویانو محدودیتونه لګېدلي او هغوی په وېره کې دي چې دندې له لاسه ورکوي یا به د نیول کېدو له خطر سره مخ وي.  


خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ټویټونو په یوه لړۍ کې ویلي چې دا "عجیب او غریبې ادعاوې دي." هغه ویلي حکومت څه باندې ۲۰۰ ویاندویان لري او د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې د ده په خبره هېڅ ډول محدودیت نه‌لري.


څو اوونۍ مخکې د افغانستان امنیت شورا پرېکړه کړې وه چې ولایتي ویاندویان به وروسته له دې له رسنیو سره خبرې نه‌کوي او پر ځای به‌یې والیان خپله معلومات شریکوي، خو وروسته بېرته ارګ د ولسمشر اشرف غني له خولې د ولایتي ادارو ویاندویانو د دندو د دوام اعلان وکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса