Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

چارواکي: بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳ لکه افغانۍ غلا شوي

0
په بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ غلا شوې دي.


د دغه ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې غلا شوي.


چارواکي که څه هم په دې اړه ډېر معلومات نه‌ورکوي، خو وايي چې د غلا شویو پيسو په اړه به څېړنې وشي.


دوی وايي تر اوسه‌یې په تور څوک نه‌دي نیول شوي.


افغان حکومت څه موده وړاندې د څه باندې ۲۴۴ ملیونه ډالرو په ارزښت کرونا ځپلو بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه، د بېلابېلو راپورونو په اساس په دې بودجه کې د فساد مسئله د خلکو د اندېښنو لامل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса