Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ضیا ودان خور: حکومت دې زما د ورور وژونکو ته سزا ورکړي

0
د ضیا ودان کورنۍ وايي، افغان حکومت دې د ودان وژونکو ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي.


۲۱ کلنه اسما ودان د تل لپاره د ورور له سیوري بې برخې شوه.


هغې له ازادي راډيو سره به خبرو کې وویل، ودان بیا نه راځي. 


هغه زياتوي: "ودان یو مصروفه او له ستونزو ډک ژوند درلود، خو د لويې حوصلې او پراخ ټټر خاوند و، له ودان یو ۳ میاشتنې زوی او څلور لورګانې پاتې شوې، د اولادونو ترڅنګ یې سپین ږیری پلار او سپین سرې مور هم موږ ته پرېښودل او د ودان له مړینې وروسته اوس د کور ټول مسولیت ماته راترغاړې دی."


نوموړې په خوست ولایت کې د اقتصاد پوهنځي د لومړي کال محصله ده.


اسما ودان له حکومت د ودان د وژونکو د نیول کېدو غوښتنه کوي.


اغلې آسما وايي، افغان حکومت دې د سرپنا په برخه کې هم د ضیا ودان له کورنۍ سره مرسته وکړي.


۲۹ کلن ضیا ودان د خوست د شیخ زاهد پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه په لومړۍ درجه فارغه شوی و.




ضیا ودان د خوست ولايت اصلي اوسېدونکی و، او اوس د کابل په کارته نو سیمه کې اوسېده.


ودان د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئولیت پر غاړه درلود.


نوموړی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کارته نو په سیمه کې په یوه چاودته کوې له خپلو دو نور ملګرو سره ووژل شو.


لا تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دي اخیستي.


د وژل شوي ضیا ودان نږدي ملګري بیا د هغه مړینې سخت خواشیني کړي.


شمس اقبال چې له ضیا ودان سره له ۸ کلونو راهیسې پیژندګلوي درلوده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، ودان د باطل پروړاندې د حق غږ و.


اقبال زياته کړه: "د ودان غږ د ملت غږ و، د نظام د پاېښت غږ و، ودان بېرته نشي راتلي خو له حکومت مو غوښتنه ده چې د ودان په څېر نور هم ځوان کدرونه شته د دوي د ساتنې لپاره دې یوه طرحه جوړه کړي او عملي دې کړي. افغان حکومت د ودان ساتنه ونشوه کړای."


ښاغلی اقبال هم له افغان حکومت د ضیا ودان د وژونکو د نیول کېدو غوښتنه کوي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ضیا ودان د وژنې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса